IQNA

د اسلام د پیغمبر(ص)  سپکاوی  د بیان آزادي نه ده

13:00 - December 24, 2021
د خبر لمبر: 3485164
تهران (ایکنا) - روسیې ولسمشرهرکال په هغه خبری کنفرانس کې چې کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .

 

زمونږخبریال د  ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  په هغه کلني خبری کنفرانس کې چې  په دودیز ډول  هرکال  له کریسمس څخه  مخکې ترسره کیږي ،روښانه کړې ده ،  داسلام دپیغمبر په شان کې ګستاخي هیڅکله هم د بیان آزادي نه ده .

 هغه روښانه کړې ،دغه شان کارونه ، نفرت خورولو او افراط پالنې پراختیا ته لازیاته لمن وهي .

 د روسیې ولسمشر دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا روسیه به طالبان په رسمیّت وپيژني ووئیل،له افغانستان سره د باثباته اړیکو درلودل د روسیې لپاره  د ملی امنیت د مهمو مسئلو یوه برخه ده . هغه روښانه کړه ،هغه ترټولو مهم اقدام  چې  لازم دی ،دم ګړۍ په افغانستان کې ترسره شي،په دغه هیواد کې ددړې وړې کیدا مخنیوی دی،هغه هیوادونه چې تر دوولسیزو پورې ئې افغانستان په نیواک کې درلود، باید د هغو هیوادونو په لومړي صف کې شي،چې له افغانستان سره  مرسته کوي .

د روسیې ولسمشرهرکال په هغه خبری کنفرانس کې چې کریسمس دستورو څخه مخکې ترسره کیږي،دمختلفو موضوعګانو په باب خپلې لیدتوګې بیانوي .

 https://iqna.ir/fa/news/4023053/%D8%B

captcha